پاکستان او نیو زیلینډ د ۲۰ اووره کرکټ لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د اپرېل پر ۱۴مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر نهو او د کابل پر اته نیمو بجو پیلېږي.
د نیو زیلینډ کرکټ لوبډله د اپرېل پر ۱۱مه پاکستان ته ورسېده چې هلته له کوربه لوبډلې سره پینځه ۲۰ اووره او پينځه يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره سيالۍ وکړي.
د دواړو هېوادونو ترمينځ نورې ۲۰ اووره سيالۍ د اپرېل پر ۱۵مه، ۱۷مه، ۲۰مه او ۲۴مه کېږي. ورپسې به يو ورځنۍ لوبې د اپرېل پر ۲۷مه، ۲۹مه او بیا د مې پر درېيمه، پينځمه او اوومه کېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، لومړۍ درې سیالۍ په لاهور، ورپسې څلور لوبې په راولپېنډۍ او وروستۍ درې سیالۍ په کراچۍ کې کېږي.