د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کوټه ــ کراچۍ سړک په ټرافيکي پېښه کې ۴ لېويز سرتېري وژل شوي


په پاکستان کې هر کال په ټرافيکي پېښو کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي ــ انځور له ارشيفه
په پاکستان کې هر کال په ټرافيکي پېښو کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان د خضدار په سوراب سیمه کې د قلات د کمېشنر داود خلجي د قافلې یو ګاډی د ټرافيکي پيښې ښکار شوی چې پکې سپاره څلور لېویز سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د سوراب د پولیسو يو مشر الله بخش بلوڅ په وینا پېښه د اپرېل پر ۱۰مه ماخوستن مهال هغه وخت شوه کله چې پر کوټه ــ کراچي سړک سوراب ته نېږدې د داود خلجي د قافلې يو ګاډی له مخامخ را روان ټرالر سره وجنګېدی.

د نوموړي په وينا په پېښه کې خلجي ته زيان نه دی اوښتی.

پر کوټه ــ کراچۍ سړک تر دې وړاندې هم ګڼې ټرافيکي پېښې شوې دي چې سلګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي، ډرايوران، مساپر او د ټرانسپورټرانو اتحاديې مشران د ټرافيکي پېښو لوی لامل په بلوچستان کې د پراخو سړکونو نشتوالی یادوي.

XS
SM
MD
LG