د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به هر کال د اپرېل لسمه د دستور ورځې په توګه لمانځي


د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه د هغه وخت وزیراعظم عمران خان‌ تر لرې کولو وروسته راغلی وو. (انځور: اپرېل لسم، ۲۰۲۲)
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه د هغه وخت وزیراعظم عمران خان‌ تر لرې کولو وروسته راغلی وو. (انځور: اپرېل لسم، ۲۰۲۲)

د پاکستان پارلمان د دې منظوري ورکړې ده چې هر کال دې د اپرېل پر لسمه نېټه په ټول ملک کې د دستور ورځ ولمانځل شي.

وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر لسمه د قومي اسمبلۍ غونډې ته په دې اړه قرارداد وړاندې کړ او د اسمبلۍ غړو یې په یوه خوله منظوري ورکړه.

په قرارداد کې راغلي چې هر کال د اپرېل لسمه د دستور ورځې په توګه لمانځلو هدف دا دی چې د ولس او ملک لپاره د ایین ارزښت په ډاګه کړل شي.

په قرارداد کې د ملک پر ادارو ټینګار شوی دی چې د ۱۹۷۳م اساسي‌ قانون دې په بشپړه توګه په ملک کې عملي کړي.

قرارداد لیکی، "ریاستي ادارې دې هغه ټول ضروري ګامونه پورته کړي چې د ولس حقونه او ګټې خوندي کړي او د ملک دفاع باوري کړي."

د دې تر څنګ قرارداد د ایین په چوکاټ کې عدلیې ته پر ورکړل شوې ازادي او بې طرفي، صوبايي خپلواکي او د خلکو د بنیادي حقونو پر خوندي کولو ټینګار شوی دی.

وزیراعظم شهباز شریف قومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د ۱۹۷۳م کال په اساسي قانون کې د امر په وخت کې لا بدلونونه شوي‌ خو دا ایین لا هم د ده په خبره ژوندی دی.

ده وویل، "د دې ایین جوړولو لپاره ۵۰ کاله وړاندې سیاسي مخالفین سره کښېنستي وو او نن په ملک کې د جمهوریت لپاره ډېره مهمه ورځ ده."

نوموړي پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دی د پاکستان اساسي قانون ډېرې لوړې ژورې لیدلي دي خو بیا یې هم وفاق ساتلی دی او دوی د دې ایین جوړونکو ته ډېر درناوی وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلمان د اپرېل پر لسمه نېټه د ځانګړې غونډې په جوړولو سره د ملک د اساسي قانون یا ایین ۵۰مه کالیزه ولمانځله.

د پاکستان پارلمان د ۱۹۷۳م کال د اپرېل پر لسمه نېټه هغه مهال د اوسني ایین منظوري ورکړې وه چې د پاکستان پیپلز ګوند مشر ذوالفقار علي بوټو د ملک وزیراعظم وو.

که څه هم دا ایین په اکثریت منظور شوی ایین بلل کېږي خو په پاکستان کې په ځانګړې توګه ځینې پښتانه، بلوڅ او سیندي ملتپال پرې یو شمېر نیوکې لري.

شهباز شریف د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته په اشاره وویل، یو صاحب ویلي وو چې دا اتحادي حکومت یو کال نشي تلای.

خو د ده په وینا د اتحادي حکومت یو کال شوی دی او راتلونکو انتخاباتو ته به هر ګوند له خپل منشور سره سم ځي.

د یادونې وړ ده چې دا وخت د شهباز شریف په مشرۍ په پاکستان کې د بېلا بېلو ګوندونو حکومت دی چې لوی ګوندونه پکې پاکستان مسلم لیګ نون، پاکستان پیپلز ګوند، جمعیت عملما اسلام ف او داسې نور شامل دي.

دا حکومت د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه له هغه وروسته رامنځ ته شوی وو چې د هغه وخت وزیراعظم عمران خان‌ په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې له واکه لرې کړل شوی او حکومت یې ړنګ شوی وو.

خو تحریک انصافپه خیبر پښتونخوا کې خپل او په پنجاب کې اتحادي حکومتونه درلودل کوم چې یې د ۲۰۲۳م کال په جنوري کې د دې لپاره مات کړل چې پر وفاقي حکومت تر وخت وړاندې عامو انتخاباتو کولو لپاره فشار واچوي.

خو وفاقي حکومت لا هم پر دې دریځ ولاړ دی چې په ملک کې به عام انتخابات له خپل ایین وخت سره سم کېږي کوم چې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبره کې پوره کېږي.

XS
SM
MD
LG