په ایران کې دوه کسان د شرابو څښلو په تور د خلکو مخې ته په دورو (کوړو) وهل شوي دي.
د ایران د سیرجان ښار څارنوال مجتبا غادیمي د اپریل په نهمه ویلي، دواړو کسانو ته په کوړو د وهلو تر څنګ دوه میاشتې بند سزا هم ورکړل شوې ده. دا راز دواړه کسان به د سزا په توګه ۲۸۰ ساعته ولسي خدمت هم کوي.
د ایران سرکاري خبري اژانس ایرنا ویلي، دا له هغه وروسته ده چې د هغو کسانو یوه ویډیو په انټرنیټ خپره شوې وه چې پکې ښکاري چې هغوی له یو تالاب سره نېږدې شراب څښي.
په ایران کې پر شراب څښلو بندیز دی او په سرغړونه یې په د دورو وهلو ترڅنګ جرمانې هم لګول کېږي.