د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پارلمان پر روان اییني بحران شریکه غونډه کوي


د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د پارلمان شریکه غونډه رابللې ده.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د پارلمان شریکه غونډه رابللې ده.

د پاکستان ايتلافي حکومت وفاقي کابینې پرېکړه کړې چې د ټاکنو کولو لپاره د پيسو بېلولو په اړه د سپريم کورټ پر فیصله دې په پارليمان کې بحث وشي.

د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د اپريل پر نهمه رسنيو ته په ليږلې يوه خبرپاڼه کې ويلي چې کابینې پر دې مسله اوږد بحث وکړ او مناسبه وګڼل شوه چې نورې خبرې پرې په پارليمان کې د خلکو استازي وکړي.

خبرپاڼه لیکي چې د قانون وفاقي وزیر سېنېټر اعظم نزیر تارړ د روانو سیاسي او اییني مسلو د بېلا بېلو قانوني اړخونو په اړه د کابینې غونډې ته معلومات ورکړل او د غونډې د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

خبرپاڼه لیکي چې کابینه به پر پورته یادوو شویو مسلو به د بحث لپاره د اپرېل پر لسمه نېټه بیا غونډه کوي. بل پلو د اپرېل پر لسمه نېټه د پارلمان شریکه غونډه روانه ده.

ټاکل شوې ده چې حکومت د پارلمان په دې شریکه غونډه کې په اساسي قانون کې د بدلون له مخې د سپریم کورټ د چیف جسټس دا واک هم کم کړي چې پر یو مسله په یوازي سر نوټس نشي اخیستلای.

شنونکي: سیاسي او اییني بحران د بیړني حالت خطر پیدا کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:42 0:00

دا له هغه وروسته ده چې تېره اونۍ د پاکستان سپريم کورټ د ټاکنو کمېشن ته حکم کړی وو چې په پنجاب کې دې د مې پر څوارلسمه انتخابات وکړي.

همداراز حکومت ته ويل شوي وو چې د دې ټاکنو لپاره دې د اپريل تر لسمې د انتخاباتو کمېشن ته پیسې ورکړي. د پاکستاني رسنيوو تر مخه، دا خوا او شا ۲۱ اربه روپۍ کيږي.

تر دې مخکې په دې اړه قامي اسمبلۍ د يو قراداد له لارې د سپريم کورټ پرېکړه د حکومت او ټاکنو کمېشن په کار کې مداخله بللې او رد کړې وه.‌

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۹مه اعلان کړی وو چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې به د اکتوبر پر اتمه نېټه کېږي.

د پاکستان ايتلافي حکومت او د انتخاباتو کمېشن ژر ټاکنې نه کولې او ويل یې چې په ټول ملک کې دې انتخابات دې په يو ځای،‌ پر خپل قانوني وخت، د اکتوبر په مياشت کې وشي.

خو تحريک انصاف چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې یې اسمبليانې تحليل کړې وې، ژر انتخابات غوښتل.

چيف جسټس عطا بنديال له خپلې خوا د دې مسلې نوټس اخیستی وو او د مقدمې اورېدنې لپاره یې يوه پنځه کسیزه کمېټې جوړه کړې وه.

په پينځو ججانو کې درې ججانو د ټاکنو ژر کولو په ملاتړ او دوو یې په مخالف کې رايه ورکړه. د پاکستان ایتلافي حکومت دا فیصله نه منله.

حکومت پر چيف جسټس عطا بنديال تور پورې کړی چې د تحريک انصاف د مشر او پخواني وزيراعظم، عمران خان ملاتړ کوي او په وينا یې چې پرېکړې یې د هغه د خواهشاتو مطابق دي.

حکومت د چيف جسټس د استعفا غوښتنه کړې ده. چيف جسټس عطا بنديال په دې اړه څه نه دې ويلي او تحريک انصاف وايي‌چې حکومت د بې ځايه الزامونو په لګولو سره له انتخاباتو تښتي.

XS
SM
MD
LG