په پکتیا کې د کتاب لوست او خرڅلاو ولې کم شوی؟
د افغانستان په پکتیا کې د پخوا په پرتله د کتاب مطالعه لږه شوې او د کتابونو خرڅلاو هم د پخوا په شان نه دی پاتې. د ولایت روڼ اندي په دې اړه د ځینو لاملونو ترڅنګ له اړوند ادارو غواړي چې د کتاب لوستنې په خاطر د عامه پوهاوي برنامې جوړې کړي. په دې موضوع نجیب الله الوخېل ویډیويي رپوټ چمتو کړی دی.