د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن ګجرات ټایټنز له کولکته نایټرایډرز او سنرایزرز حیدراباد له پنجاب کېنګز سره مخامخېږي


د اپرېل پر اتمه د چېنای سوپر کېنګز او ممبۍ انډیینز لوبغاړي د سیالۍ په پای کې له میدانه روان دي.
د اپرېل پر اتمه د چېنای سوپر کېنګز او ممبۍ انډیینز لوبغاړي د سیالۍ په پای کې له میدانه روان دي.

د هند د ۲۰ اووره کرکټ د غوره لیګ (انډیین پریمییر لیګ یا ای پي اېل) په سیالیو کې ګجرات ټایټنز له کولکته نایټرایډرز او سنرایزرز حیدر اباد له پنجاب کېنګز سره مخامخېږي.

د اپرېل پر نهمه لومړۍ لوبه د احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د ګجرات ټایټنز او کولکته نایټرایډرز ترمینځ کېږي چې د پېښور له وخت سره سم، د ماسپښین پر درو بجو پیلېږي.

د ګجرات په لوبډله کې د افغان ملي لوبډلې راشد خان او د کولکتې په ټیم کې رحمان الله ګربز شامل دي.

ټاکل شوې چې د حیدراباد په راجیو ګاندي لوبغالي کې د کوربه لوبډلې سنرایزرز حیدراباد او پنجاب کېنګز ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شي.

د حیدراباد په لوبډله کې د افغانستان تېز توپ اچوونکی فضل حق فاروقي شامل دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د اپرېل پر اتمه د ای پي اېل په سیالیو کې چېنای سوپر کېنګز لوبډلې ممبۍ انډیینز ته په اووه وېکټو او راجستان رایلز، دلي کیپېټلز ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۳۱مه پیل شوي چې د مې تر ۲۸مې پورې به روانې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG