د خیبر پښتونخوا په اورکزو ضلعه کې د بارودي موادو د چاودېدو له امله يو تن مړ او بل زخمي شوی دی.
د ضلعي انتظامي مشر طيب عبدالله د اپرېل پر اتمه رسنیو ته ويلي چې د بره اورکزو په غلزختان کې د جليل او شناب په نومونو دوه وروڼه هغه وخت د پېښې ښکار شول چې دوی په کور کې ټول کړو زړو شیانو څخه باروت ویستل.
چارواکي وایي، دواړو وروڼه په سیمه کې د کباړ غونډولو کار کوي او په کباړ کې لاس ته ورغلي بارودي مواد چاودلي دي.
په چاودنه کې دواړه وروڼه ژوبل شوي خو جلیل وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.