د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو د اپریل پر درېيمه اوکراین ته سفر کړی چې له کییف سره خپل ملاتړ څرګند کړي.
نوموړي پر دې مهال ویلي چې هغه به د روسیې پر وړاندې د اوکراین د جګړې لپاره د واشنګټن لخوا د اېف ۱۶ جنګي الوتکو او د اوږد واټن توغندیو د ورکولو لړ کې کار وکړي.
د اپرېل پر درېيمه په کييف کې د اوکراین حکومتي غړو، چارواکو، د پوځ استازو، مدني فعالانو او زده کوونکو ته د وینا پر مهال پامپیو زیاته کړه چې اوکراین ته پوځي ملاتړ ورکول د واشنګټن په ګټه دی.
روسيې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ مياشت کې پر اوکراين وسلوال بريد وکړ چې د يو کال تر تېرېدو وروسته دواړو خواوو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.