د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو کرکټ ملي لوبډلې له سري لنکا څخه د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټلې ده.
هغه لوبلړۍ د اپرېل پر لومړۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پیل شوې وه چې پکې دواړه پرله پسې سیالۍ افغانستان وګټلې.
د اپرېل پر دویمه په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ سري لنکایۍ لوبډلې وکړ خو ټول لوبغاړي یې په ۳۷م اوور کې په ۱۶۱ منډو وسوځېدل.
په ځواب کې افغان لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۳م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او سیالي یې په شپږو وېکټو وګټله.
افغان لوبغاړی نعمان شاه د ۷۲ منډو په جوړولو د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
تر دې مخکې په لومړۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې سري لنکا ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړې وه.