د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو "په افغانستان کې ۳ برتانويان نيولي" دي


یو طالب په کابل کې د يو ډرايور لایسنس ګوري - انځور له ارشیفه
یو طالب په کابل کې د يو ډرايور لایسنس ګوري - انځور له ارشیفه

د برتانيه حکومت وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت ۳ برتانويان نيولي دي.

د برتانیه بهرنیو چارو وزارت د اپريل په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې هڅه کوي له خپلو وګړيو سره تماس ټينګ ګړي. د خبرپاڼې ترمخه د نيول شويو کسانو د کورنيوو سره په تماس کې دي.

د پریسېډيېم په نامه د خیر ښېګړې يوې ادارې د اپريل په لومړۍ نېټه پر ټويټر ليکلي چې همکاران یې له دغو دريوو برتانويانو څخه د دوو د کورنيوو سره په تماس کې دي او مرسته ورسره کوي. د دې ادارې يو چارواکي، سکاټ ریچرډ سکای نیوز ته ویلي چې باور لري بندي شوي برتانوي وګړي روغ دي او ښه چلند ورسره کېږي.

برتانوي رسنيوو ليکلي‌چې په نيول شويو کسانو کې د خيرښېګړې کار کوونکی، ۵۳ کلن ډاکټر کيون کارنويل او بل سيالګر يوټيوبر مايلز روټليج دی. د درېم تن په اړه څه معلومات نشته.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG