د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين روسیې ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مشرۍ په سپارنې نیوکه کړې


د ۲۰۲۲ کال د اګست ۲۴مه: د اوکراين ولسمشر د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د ويډيو لينک له لارې وينا کوي
د ۲۰۲۲ کال د اګست ۲۴مه: د اوکراين ولسمشر د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د ويډيو لينک له لارې وينا کوي

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي د روسیې لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر مشري کولو نيوکې کړې دي.

ولسمشر زیلېنسکي ویلي: "دا یو بې منطقه او ورانوونکی ګام دی چې روسیې د ملګرو ملتونو د منیت شورا مشري پیل کړې ده."

دا له هغه وروسته ده چې روسیې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د یوې میاشتې په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري پیل کړه. دوی ته دا مشري په دوره يي شکل رسېدلې ده. د تير کال په فرورۍ مياشت کې پر اوکراين د روس تر يرغل وروسته، دا لومړی ځل دی چې مسکو د دې شورا مشري پر غاړه اخلي.

خو ولسمشر زیلېنسکي ویلي "څوک چې ترهګرۍ کوي هغوی باید د نړیوالو ادارو مشري ونکړي." نوموړي‌ زیاته کړې چې چې د روسیې پوځ یو پلو په اوکراین کې د پنځو میاشتو بل ماشوم وژلی دی او په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري کوي.

د روسیې له خوا تراوسه د اوکراین ولسمشر د دې څرګندونو په اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.‌

XS
SM
MD
LG