د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن ښار کې زلزلې ۳ ماشومان وژلي او ۳ ژوبل کړي دي


پخوانی انځور
پخوانی انځور

په چمن کې د یوه کور د خونې غورځېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د چمن چارواکو د مارچ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې د زلزلې له وجې د بلال زي کلي د جانان د کور یوه کوټه وغورځېده چې پکې درې ماشومان مړه شول او د کورنۍ درې نور غړي بیا ژوبل شوي دي. بلال زی کلی د ډیورنډ کرښې ته نږدې پروت دی. د ماشومانو عمرونه د اتو او ۱۲ کالو په منځ کې ښودل شوي دي. د کورنۍ ژوبل تنان د درملنې لپاره د کوټې سېول روغتون ته رسول شوي دي.

د بلوچستان چارواکي وايي، په یاده سیمه کې، د جمعې او خالي په منځنۍ شپه، د ټیټې کچې زلزله راغلې وه چې د یادې صوبې په کلا عبدالله، چمن او نورو خواو شا سیمو کې یې جټکې محسوس شوې وې. چارواکي وايي، په چمن کې د جانان د کور کوټه په خراب حالت کې وه او د هستوګنې وړ نه وه نو ځکه پرېوتې او د کورنۍ غړو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG