د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای پي اېل په لومړۍ لوبه کې راشد خان وځلېد


په نریندرمودي لوبغالي کې راشد خان د لوبې پر مهال
په نریندرمودي لوبغالي کې راشد خان د لوبې پر مهال

د هندوستان کرکټ په ستر سوداګریز لیګ (ای پي اېل) کې د مارچ پر ۳۱مه ګجرات ټایټنز او چنای سوپر کېنګز ترمینځ سیالي ګجرات وګټله.

هغه ۲۰ اوریزه سیالي د هند احمد اباد په نریندر مودي لوبغالي کې وشوه. چنای لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او ۱۷۸ منډې یې وکړې. په دې کې روتراج ګایګواډ ښه توپوهنه وکړه او ۹۲ منډې یې جوړې کړې.

د ګجرات په توپ اچونکو کې راشدخان تر نورو ښه توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې، معین علي او بین سټوکس یې وسوځول.

ټایټنز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

دوی ته شبمن ګېل ۶۳ منډې وکړې او راشدخان د لوبې په سختو شېبو کې ۱۰ منډې جوړې کړې او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

سږکال په دې لیګ کې پینځه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ته لوبه کوي.

نن (د اپریل په لومړۍ نېټه) د ای پي اېل دوه سیالۍ کیږي چې پنجاب کېنګز د کلکته نایټ رایډرز او لکنو سوپرجاینټز د ډیلي کېپيټلز پر وړاندې لوبيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG