د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان لوبغاړی نوین الحق هم په ای پي ایل کې واخیستل شو


نوین الحق د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټګ بالر دی چې د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې هم لوبېدلی دی
نوین الحق د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټګ بالر دی چې د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې هم لوبېدلی دی

د افغانسستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او چټګ بالر نوین الحق هم د هند په مشهور تجارتي کرکټ - انډین پرېمیر لیګ - کې واخیستل شو.

نوین الحق د ډېسېمبر پر ۲۳مه د انډین پرېمیر لیګ لپاره په ترسره شوې بولۍ کې د لکهنو لوبډلې له خوا واخیستل شو.

که څه هم نوین الحق په دې بولۍ کې اخیستل شوی یوازېنی افغان لوبغاړی وو خو تر هغه وړاندې څلور نور افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو له خوا اخیستل شوي دي.

په دوی کې راشدخان او نوراحمد له ګجرات، فضل الحق فاروقي له حیدراباد او رحمان الله ګربز له کلکتې سره لوبېږي.

د مشال راډیو خبریال بختیار ساحل له نوین الحق سره د نړۍ په دې مشهور کرکټ لیګ کې د اخیستل کېدو په اړه مرکه کړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:36 0:00
XS
SM
MD
LG