د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د روسيې بريدونه يې په شا تمبولي دي


 په بخموت ښار کې د اوکراین يو عسکر په سنګر کې څار کوي. پخوانی انځور
په بخموت ښار کې د اوکراین يو عسکر په سنګر کې څار کوي. پخوانی انځور

د اوکراین پوځ ويلي چې د هېواد په ختیځو برخو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د روسي ځواکونو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړی دی.

پوځ زیاتوي چې د دونیڅک سیمې په بخموت ښار او شاوخوا سیمو کې يې د روسيې لسګونه بریدونه په شا تمبولي دي. له تېرو یوشمېر میاشتو راهیسې بخموت او شاوخوا سيمې د روسيې د بریدونه مرکز ګرځېدلی دی.

د اوکراین د پوځ د مشرتابه له خوا د مارچ پر ۳۰مه ورځني معلومات خپاره کړل شوي چې واييو ځواکونو یې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دونیڅک سیمه کې ۶۰ بریدونه په شا تمبولي چې پکې ۲۸ یې یوازې پر بخموت ښار شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG