په ميکسیکو کې د امریکا پولې ته نېږدې د کډوالو په حکومتي حراستي مرکز کې د اورلګېدو له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.
سي اېن اېن، بي بي سي، الجزیرې ، رويټرز او ګڼو نورو رسنیو او اژانسونو لیکلي چې دا پېښه د مارچ پر ۲۸مه ناوخته شوې ده. رویټرز اژانس د چارواکيو له خولې لیکي، ښايي اور د ميکسیکو د سيډاډ واريز ښار په دې حراستي مرکز کې د کډوالو له خوا د ستنېدو د اقدام پرضد د احتجاج پر مهال لګېدلی وي.
له ميکسیکو څخه ډېری کډوال په غیر قانوني توګه امریکا ته د اوښتو هڅه کوي.
د ميکسیکو د کډوالو ملي انسټیټيوټ د مارچ پر ۲۸مه ناوخته وویل چې د وژلو شویو کسانو شمېره ۴۰ نه بلکې ۳۸ ده او زیاته یې کړه چې د روغتونونو له تایید شویو ارقامو وروسته دا شمېره تاییدوي.
سي اېن اېن ټېلېوېژن د ميکسیکو د چارواکو له خولې ويلي چې د اور لګېدو وروسته لږ تر لږه د ۱۱ کسانو درملنه په روغتون کې روانه ده.