د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینی پوځ وایي پر بخموت یې د روسیو ځواکونو حملې ناکامه کړي دي


اوکرایني پوځیان د مارچ پر ۲۶مه په بخموت د جګړې په لومړۍ کرښه کې ګزمه کوي.
اوکرایني پوځیان د مارچ پر ۲۶مه په بخموت د جګړې په لومړۍ کرښه کې ګزمه کوي.

اوکراینی پوځ وایي، په بخموت سیمه کې یې د روسيو ځواکونو حملې په شا تمبولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې هېواد یې د دونېڅک سیمې په هغه ښار کې "جګړه نه شي ګټلی." د دونېڅک مشرقي برخه له مودې راهیسې د روسیو حملو مرکز ګرځېدلې ده.

د اوکراین د پوځ مشر د مارچ پر ۲۹مه په خپله ورځنۍ خبرتیا کې ویلي چې "دښمن یې پر بخموت ښار بریدونو ته دوام" ورکړی دی خو زیاتوي چې عسکرو یې هلته په "زړورتیا" د ښار دفاع کړې او د "دښمن ګڼې حملې یې ناکامه" کړې دي.

بلخوا د اوکراین پوځ وایي چې بخموت، افدیېفکا، مرینکا او لېمان سیمې د روسیو بریدونو مهم هدفونه دي او زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیو ځواکونو "۵۷ حملې په شا تمبولې" دي.

د اوکراین پوځي چارواکي دا هم وایي چې د مارچ پر ۲۸مه روسیو عسکرو ۱۸ هوایي، تر ۵۰ پورې راکټې بریدونه کړي دي او درې توغندي یې ورولي دي.

مشال راډیو او نورو خپلواکه سرچینو د دې دعوو تصدیق نه دی کړی او روسیې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG