د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په کرکټ لوبه کې پاکستان ته په شپږو ويکټونو ماتې ورکړه


د افغانستان او پاکستان د لوبډلو مشران د مارچ پر ۲۳مه په شارجه لوبغالي د لوبلړ له ټرافۍ سره.
د افغانستان او پاکستان د لوبډلو مشران د مارچ پر ۲۳مه په شارجه لوبغالي د لوبلړ له ټرافۍ سره.

د مارچ پر ۲۴مه، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د شل اوریز لوبلړ په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه.

لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې وشوه.

پاکستان ټاس وګټلو او او په شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې جوړې کړې. په ځواب کې افغان لوبډلې د څلورو لوبغاړو په تاوان هدف په ۱۸م اوور کې پوره کړ.

په سیالۍ کې د افغانستان د ټیم مشري راشد خان او د پاکستان لوبډلې کپتاني شاداب خان کوله.

د پاکستان په توپوهونکو کې هېڅ یوه له ۲۰ زیاتې منډې جوړې نه کړې شوې. تر ټولو زیاتې منډې۱۸ وې، چې عماد وسیم جوړې کړې. بل لوبغاړی صایم ایوب چې په لومړي ځل نړیوال کرکټ کې ولوبید، د ۱۸ منډو په جوړولو بریالی شو.

دغه راز په دې لوبه کې د پاکستان لپاره طیب طاهر هم خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او تر ۱۶ منډو جوړولو وروسته د راشدخان پر بال وسوځېد.

د افغانستان په بالرانو کې مجیب الرحمن تر نورو ښه وځلید، هغه په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

دغه راز فضل حق فاروقي او نبي عیسی خیل دوه ـ دوه او عظمت عمرزي، نوین الحق او راشدخان یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

دا لومړي ځل دي چې افغانستان پاکستان ته په نړيواله شل اووريزه لوبه کې ماتي ورکړه. د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو چې ۳۸ رنزونه يې جوړ او دوه لوبغاړي يې اوټ کړل.

د افغانستان په توپ وهونکو کې ابراهیم ځدراڼ ۹، رحمن الله ګربز ۱۶ او کریم جنت ۷ منډې جوړې کړې خو محمدنبي عیسي خیل او نجیب الله ځدراڼ د لوبې تر ۱۸م اووره پورې د لوبې تر ګټلو ولاړ ول.

پاکستانۍ لوبډلې ته بیا په توپ اچونه کې نوي لوبیدونکي لوبغاړي احسان الله دوه، نسیم شاه او عماد وسیم یو ـ یو افغان لوبغاړی اوټ کړل.

د دې لوبې تر بریا وروسته افغان لوبډلمشر راشدخان وویل چې بلاخره وتوانېدل چې د پاکستان لوبډلې ته په نړیوال کرکټ کې ماتې ورکړي. خان زیاته کړه: "ډېر خوښ یم چې د سیریز لومړۍ لوبه مو وګټله، هدف مو همدا دی چې دا سیریز په خپل نوم کړو، او دا ویاړ خپل وطن ته وګټو."

د لوبلړۍ دویمه سیالي د مارچ پر ۲۶مه کیږي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان د کرکټ د شلو اورونو لوبلړۍ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG