د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د ښځو ۲۰ اووره غوره ليګ سیالۍ پيل شوې


د مارچ پر څلورمه لومړۍ سیالي د ممبۍ انډيینز او ګجرات جاینټس ترمینځ وشوه.
د مارچ پر څلورمه لومړۍ سیالي د ممبۍ انډيینز او ګجرات جاینټس ترمینځ وشوه.

د هند په ممبۍ ښار کې د مارچ پر څلورمه د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ غوره لیګ (وېمېن انډیین پریمییر لیګ یا وبلیو ای پي اېل) سیالۍ پیل شوې.

د مارچ پر څلورمه په لومړۍ لوبه کې ممبۍ انډيینز، ګجرات جاينټس ته په ۱۴۳ منډو ماتې ورکړه.‌

په هغه سیالۍ کې ممبۍ انډيینز لومړی بیټېنګ وکړ او د پینځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۰۷ منډې جوړې کړي. ګجرات جاینټس دا هدف پوره نه کړای شو او ټولې لوبغاړې یې په ۱۶م اوور کې په ۶۴ منډو وسوځېدې.

د ممبۍ انډیينز لوبډلمشرې، هرمنپريت کور په ۳۰ بالونو ۶۵ منډې جوړې کړي او د سیالۍ غوره لوبغاړې شوه.

د مارچ پر پینځمه دوه سیالۍ کېږي. لومړی لوبه د رایل چیلېنجرز بینګلور او دلي کیپټلز او دویمه هغه یې د ګجرات جاینټس او یو پي وارییرز ترمینځ کېږي.

په هند کې د سړیو ۲۰ اووره کرکټ غوره ليګ (انډيین پرېميیر لیګ یا ای پي اېل) له ۲۰۰۸ز کال راهیسې کېږي.

دا لومړی ځل دی چې په ورته شکل د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په لوبغاړو مشتمل د ښځو غوره لیګ هم پیل شوی دی.

په هغو سیاليو کې پینځه لوبډلې ګډون کوي چې پايلوبه یې د مارچ پر ۲۶مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG