د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبډلې نن دویمه سیالي لري


د مارچ پر ۲۴مه افغان لوبډلې پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
د مارچ پر ۲۴مه افغان لوبډلې پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د پاکستان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر ۲۶مه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر نهه او د کابل پر اته نیمو بجو پیلېږي.

د مارچ پر ۲۴مه، افغانستان په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه. تر دې مخکې افغان لوبډلې هېڅکله پاکستان ته په ۲۰ اووره سیالۍ کې ماتې نه وه ورکړې.

په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ پاکستان وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې په ځواب کې هغه هدف په ۱۸م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ سیالي د مارچ پر ۲۷مه په شارجه کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG