د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته.
باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، نن ( د مارچ پر ۲۵مه) راپور ورکړ، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغانستان له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نه شته او نه هم تازه کوم امریکايي وګړی نیول شوی دی.
تر دې وړاندې امریکایي رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلېنکن له قوله راپور ورکړی وو چې لا هم څو امریکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.