د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: د اوکراین لپاره منظور شوې مرستې باید دوام وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلېنکن: انځور له ارشیفه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلېنکن: انځور له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلېنکن د کانګرس غړو ته بیا باور ورکړ چې د اوکراین لپاره وار له مخه منظور شوي اربونه ډالره باید تر ۲۰۲۳ پورې دوام وکړي.

کانګرس د تیر کال د ډېسېمبر په میاشت کې د لګښتونو مالي بېل وار له مخه منظور کړی وو چې پکې د اوکراین لپاره د ۴۵ اربو ډالرو نوې بیړنۍ مرستې هم شاملې وې.

بلېنکن د مارچ پر ۲۳مه د استازو جرګې يوې کمیټۍ ته په بیان کې په واضحه توګه ونه ويل چې ایا هغوی نورو فنډونو ته ضرورت لري او که نه؟ خو زیاته يې کړه چې موجوده فنډونه د روان ۲۰۲۳م کال تر ډیره "پوره " دي.

دا اوریدنه د بهرنیو چارو د وزارت د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره پر بجټ غوښتنې باندې متمرکز وه چې پکې د روان مالي کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی دی. ځینو ريپبلېکنز غړیو کیېف ته د لیږلو شویو پیسو مقدار، د بجټ د خسارې او د امریکا په کورنیو پروګرامونو کې د کمښت په اړه پوښتنې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG