د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب پاچا ايراني ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړې ده


د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د وليعهد محمد بن سلمان سره - انځور له ارشيفه
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د وليعهد محمد بن سلمان سره - انځور له ارشيفه

ایراني چارواکي وایي ولسمشر ابراهیم ريیسي د سعودي عرب په بلنه رياض ته ورځي.

د ایراني ولسمشر د سیاسي چارو د دفتر مرستيال، محمد جمشیدي د مارچ پر ۱۹مه پر ټوېټر ليکلي‌ چې د سعودي عرب پاچا، سلمان بن عبدالعزیز د ايران ولسمشر ابراهيم رییسي ته د سفر بلنه ورکړې ده.

جمشيدي دا بلنه مهمه بللې، له سعودي یې مننه کړې او ويلي‌ یې دي چې دا سفر به د سيمه ييزو اقتصادي او سیاسي اړيکو ښو کولو لپاره ګټور تمام شي.

سعودي رسنيو ليکلي‌ چې ممکنه ده ایران او سعودي عرب د يو بل په هېواد کې ژر خپل خپل سفارتونه او قونسلګرۍ بیا پرانیزي.

سعودي عرب د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د شیخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړل چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور واچاوه.

تر دې وروسته ریاض له تهران سره سفارتي تعلقات پرې کړل.

له هغه وخت راهیسې د دواړو خواوو ترمینځ اړیکې ترینګلې وې خو په تېرو میاشتو کې یې د چين په مینځګړتوب د روابطو بهترولو پر لوري ګامونه اخیستي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG