د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسيې ځواکونو د اوکراين پر بخموت ښار بريدونه زیات کړي دي


پر بخموت ښار د روسانو بمبارۍ ګڼې ودانې له مينځه وړي دي
پر بخموت ښار د روسانو بمبارۍ ګڼې ودانې له مينځه وړي دي

د اوکراین پوځ د مارچ پر اوومه ويلي چې روسيې یې د هېواد پر بخموت ښار په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تازه بریدونو لړۍ پیل کړې ده.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي ویلي چې د هېواد د دونیڅک سیمې د محاصره شوي بخموت ښار د دفاع لا نور ټینګولو ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړې چې دی او پوځي قوماندانان یې له یاد ښاره د خپلو ځواکونو ایستل انتخاب نه ګڼي.

د اوکراین پوځ مشرتابه د مارچ پر اوومه په خپله ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، تیره ورځ یې د روسيې ځواکونو له ۱۴۰ زیات بریدونه په شا تمبولي چې پکې تر ټولو ډیر هغه يې په بخموت او شاوخوا سیمو شوي دي.

ولسمشر زېلېنکسي د مارچ پر شپږمه په خپله ماښامنۍ وینا کې وویل چې د بخموت د صورتحال په اړه یې د اوکرایني پوځ له عمومي مشر وليري زالوژني او د مځکني پوځ له قوماندان اوليکزانډر سيرڅکي سره يې خبرې اترې کړې دي.

د ولسمشر پر رسمي ووبپاڼه ورکړل شوي چې دواړو پوځي چارواکو ولسمشر ته د یاد ښار د دفاع د لا ټينګولو تر څنګ د جارحانه عملیاتو جاري ساتلو مشوره ورکړې ده.

دا راز بېګاه له نیمې شپې وروسته په ټول اوکراین کې د هوايی بریدونو خبرداری جاري کړل شوی وو خو تر اوسه د روسيې بریدونو په اړه کوم راپورونه مخې ته نه دې راغلي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې ځینې اوکرایني پوځيان د لومړۍ کرښې له پوستو څخه وتل پیلوي. په بخموت کې چې د تېرو څو میاشتو راهیسې سخته جګړه روانه ده، دواړو خواو ته درنه مرګژوبله اوښتې خو اوکراین د دغه سیمې د دفاع جاري ساتلو هوډ ښوولی دی.

د اسوشییېټډ پریس اژانس د راپور له مخې هلته پر شاوخوا ښارګوټو سخته بمباري شوې چې پکې ګاډو او کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د راپور له مخې پولیس او رضاکار له دغو سیمو د خلکو د ایستلو هڅې کوي خو هلته د ورانو شویو پلونو او په دوامداره توګه د روس لخوا د توپونو د حملو له وجې دغه کار ګران شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG