د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې د مارچ ۲۳مه د روژې لومړۍ ورځ ده


د پاکستان رويت هلال کمېټۍ غړي د مارچ پر ۲۲مه د میاشت لیدو پر مهال.
د پاکستان رويت هلال کمېټۍ غړي د مارچ پر ۲۲مه د میاشت لیدو پر مهال.

د پاکستان رویت هلال کمېټۍ ویلي دي چې په هېواد کې د روژې میاشت لیدل شوې ده او لومړۍ روژه به د مارچ پر ۲۳مه وي.

د رویت هلال مرکزي کمېټۍ مشر سید محمد عبدالخبیر ازاد د مارچ ۲۲مې پر ماخوستن په پېښور کې تر غونډې وروسته وویل، د پاکستان له کلا سیف الله، مردان، بهاولپور او یوشمېر نورو ځایونو څخه یې د روژې د میاشتې شهادتونه ترلاسه کړي دي چې پر اساس یې پرېکړه کوي چې د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ به لومړۍ روژه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عرب حکومت وار له مخه د روژې اعلان کړی دی چې ورسره سم په اکثرو هېوادونو کې هم روژه د مارچ پر ۲۳مه پیلېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم اعلان کړی چې د مارچ پر ۲۳مه د روژې لومړۍ ورځ ده خو د پخوا برعکس دا ځل به دفترونه رخصت نه وي.

XS
SM
MD
LG