د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان په وړاندې سیاليوو لپاره لوبډله اعلان کړه


د افغان لوبډلې ځينې لوبغاړي - انځور له ارشيفه
د افغان لوبډلې ځينې لوبغاړي - انځور له ارشيفه

د افغانستان کرکټ د پاکستان پر وړاندې ۳ شل اوریزو سیالیو لپاره د راشد خان په مشرۍ، ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د مارچ پر ۲۱مه کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې وويل چې په اعلان شوې لوبډله کې د صدیق اتل په نوم نوي ځوان لوبغاړي ته په لومړي ځل چانس ورکړل شوی دی او پخوانی لوبډلمشر محمدنبي بېرته لوبډلې ته راګرځېدلی.

دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربتوب د مارچ میاشتې په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه د متحده عرب اماراتو په شارجه لوبغالي کې کيږي.

د دې سیاليوو لپاره په افغان لوبډله کې دغه لوبغاړي شامل دي. راشد خان، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق.

د پاکستان کرکټ بورډ د دې سیالیو لپاره یوه اونۍ وړاندې خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه. په دې کې یې ځينو مشرانو نوموتو لوبغاړي دمه کړي او پر ځای یې ځيني هغه ځوانان لوبغاړي شامل کړي چې د پاکستان په غوره ليګ شل اووریزو سیاليوو کې یې ښه لوبه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG