د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېبټ اباد کې په برید کې د تحصیل چېرمېن په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي


د اېبټ اباد پولیس وايي، پېښه په حوېلیا تحصیل کې شوې ده - پخوانی انځور.
د اېبټ اباد پولیس وايي، پېښه په حوېلیا تحصیل کې شوې ده - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې په یو وسلوال برید کې د حوېلیا تحصیل چېرمېن عاطف منصف جدون په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د اېبټ اباد د حوېلیا تاڼې محرر طارق مظهر مشال راډیو ته وویل، پېښه د مارچ پر ۲۰مه غرمه مهال شوې ده.

دی وايي، تر برید وروسته ګاډي اور واخیست چې له کبله یې پکې سپاره ټول کسان پر هم هغه ځای ووژل شول.

د ده په خبره، د برید څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه شته او دا هم نه ده معلومه چې پکې له جدون پرته نور وژل شوي څوک ول.

خو د پاکستان رسنۍ وايي، د جدون کورنۍ دښمني لرله.

د اردو ژبې دنیا نیوز او بول نیوز ټېلېوېژنونه وايي چې څلور وژل شوي د نوموړي ساتونکي او نور یې کارکوونکي ول.

د پاکستان رسنۍ وايي، عاطف منصف جدون تېر کال په بلدیاتي انتخاباتو کې په خپلواکه توګه منتخب شوی وو خو وروسته بیا په تحریک انصاف ګوند کې ورشامل شو.

تر اوسه د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او د جدون کورنۍ یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG