اسټرالیايۍ لوبډلې د کرکټ په دویمه یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې هند ته په ۱۰ وېکټو په ماتې ورکولو د درو سیالیو لوبلړۍ مساوي کړې ده.
د مارچ پر ۱۹مه د هند په اندرا پردېش کې لومړی بیټېنګ کوربه لوبډلې وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۲۶م اور کې پر ۱۱۷ منډو وسوځېدل.
د هند په توپ وهونکو کې وېرات کوهلي ۳۱ منډې وکړې خو نور بیټران په ښه لوبې کولو و نه توانېدل. اسټرالیایي بالرانو مېچل سټارک پینځه، شان اېبټ درې او نتان اېلس دوه هندي لوبغاړي وسوځول.
په ځواب مېلمه لوبډلې د ۱۱۸ منډو هدف په ۱۱م اوور کې پوره کړ. د اسټرالیا مېچل مارش ۶۶ او ټریوېس هېډ ۵۱ منډې وکړې.
اسټرالیایۍ بالر مېچل سټارک د دویمې ۵۰ اووره سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
د درو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ هغه یې هند ګټلې وه او ټاکل شوې چې درېیمه لوبه د مارچ پر ۲۲مه وشي.