د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اواران کې اته کسان سېلاب وړي


چارواکي وايي، د بلوچستان په اواران سیمه کي د یوې کورنۍ اته کسان هغه مهال له منځه تللي چې د سېلاب اوبو یې ګاډی لاهو کړی دی.

د اواران ضلعې ډېپټي کمېشنر جمعه داد مندوخېل په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې دا موټر تيره شپه د مارچ پر ۱۷مه هغه مهال د پیښې ښکار شو چې د اوران څخه جهاو سيمې ته په لار وو چې ناببره یې ګاډی اوبو یوړو. هغه وړاندې وویل چې مړي له اوبو ويستل شوي چي پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مرستیال کمېشنر دا هم ویلي چي په سیمه کي د سیلابي اوبو له امله چی کوم سړک خراب شوی وو، د هغې د سمولو چارې رواني دي.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو په پیښه د خفګان څرګندونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG