د ملګرو ملتونو په ملاتړ د اوکراین په اړه د پلټنو نړیوال کمېشن ویلي دي چې روسیې څه د پاسه یو کال مخکې پر اوکراین ((بې له پارونې)) د یرغل له پیل راهیسې ((په پراخ کچ)) د نړیوالو بشري حقونو او بشریت اصولو او دودونو داسې سرغړونې کړې دي چې ځینې یې ان ((جنګي جرمونه)) بلل کېدای شي.
کمېشن د مارچ پر ۱۶مه په خپور کړي رپورټ کې ویلي دي چې په سرغړونو کې د بې وسلې ولسي وګړو ((قصدي وژنې))، ځورونې، ناقانونه زنداني کول، جنسي تېري او نور ډول جنسي تشدد، او په زور د مسکو تر واک لاندې له سیمو څخه روسیې ته د ((اوکراینیو ماشومانو)) لېږدول شامل دي.
کمېشن دا هم ویلي دي د اوکراین د انرژۍ پر بېخبنا د روسیې پراخ بریدونه ښايي ((د بشریت ضد جرمونه)) وبلل شي چې په اړه یې د لا زیاتو پلټنو اړتیا ده. هغه کمېشن چې پکې د بشري حقونو خپلواک پوهان شامل دي، پر اوکراین د روسیې تر یرغل لنډه موده وروسته د بیړني بحث پر مهال جوړ شوی وو.
مسکو د کمېشن د رپورټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ورته تورونه رد کړي او وايي، په جګړه کې ولسي وګړي نه په نښه کوي.