د پولینډ وزیراعظم ویلي، حکومت یې چمتو دی چې اوکراین ته جنګي جېټ الوتکې ورکړي. د مېګ ـ ۲۹ په نوم هغه الوتکې پخواني شوروي اتحاد جوړ کړې دي.
ماتیوش موراوېڅکي د مارچ پر ۱۴مه وویل، وارسا هغه الوتکې له راتلونکو څلورو څخه تر شپږو اوونیو په موده کې کییف ته سپاري. هغه تېره اوونۍ ویلي ول، اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکول به د پراخ نړیوال اېتلاف تر چتر لاندې کېږي.
سلوواکیا هم اوکراین ته د همداسې الوتکو د ورسپارلو په اړه چمتووالی ښوولی او د ناټو اېتلاف دواړو غړو هېوادونو نورو غړو ته یې هم ویلي چې د مرستې لپاره دې وروړاندې شي.
د اوکراین هوايي ځواک د مېګ ـ ۲۹ جنګي الوتکو له استعمال سره بلد دی او سم له واره یې د کارولو توان لري.
تر دې وړاندې په ناټو اېتلاف کې شاملو هېوادونو له اوکراین سره وخت په وخت اقتصادي او پوځي مرستې کړي دي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې په هغه هېواد کې جګړه روانه ده.