د سعودي عرب د تېلو کمپنۍ ارامکو ویلي دې چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې تر بل هر وخت زیاتې پیسې ګټلې دي.
شرکت ویلي تېر کال یې د خامو تېلو د خرڅولو له لارې ۱۶۱ اربه یا ميليارده امريکايي ډالر ګټه کړې ده. ارامکو د سعودي عرب د اقتصاد لپاره مهمه کمپنۍ ده.
سعودي کمپنۍ دا ګټه په داسې حال کې کړې چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د روسیې پر تېل او ګېسو بندیزونه ولګیدل چې ورسره په نړیوال بازار کې د انرژي د توکیو بيې لوړې شوې.
د تېل او ګېس د لوړ بیو اغېز د نورې نړۍ ترڅنګ پر پاکستان او افغانستان هم شوی چې ورسره په دغو هیوادونو کې ګراني زیاته شوې ده. د ګرانۍ ضد وخت په وخت د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې مظاهرې او لاریونونه شوي دي.