په امريکا کې چارواکي وايي، د مارچ پر ۱۲مه د کېليفورنيا سان ډياګو ساحل ته نېږدې د کډوالو قاچاقوونکې يوه کښتۍ چپه شوې چې پکې اته کسان مړه شوي دي.
د دوی په وينا، دا په امريکا کې د انساني قاچاق پر مهال په شويو پېښو کې تر ټولو لویه هغه ده.
د يو بل خبر له مخې، د اېټاليا بحري او ساحلي ځواکونه وايي چې د مارچ پر ۱۲مه په مرکزي مدېترانې (روم) سمندرګي کې له لیبیا د ورروانې يوې کښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې ۳۰ کسان لادرکه او ۱۷ ژغورل شوي دي. د چارواکو په وينا، د کښتۍ د چپه کېدو لامل خراب موسم وو.
د اېټالیا سمندري ځواکونو په يو بیان کې ويلي چې د سوداګرۍ د کښتيو په ملاتړ د ژغورنې چارې روانې دي.
د الارم فون په نوم یوې خيریه ادارې چې له مشکل سره د مخامخو کډوالو کښتيو ټېلېفونونه ځوابوي. هغې ادارې پر ټوېټر ويلي چې چارواکو ته یې د مارچ پر ۱۱مه خبرداری ورکړی وو چې هغه کښتۍ مرستې ته اړتيا لري. د دوی په خبره، په کښتۍ کې ۴۷ کسان سپاره ول.