د افغانستان په مزار شریف کې د مارچ پر ۱۱مه د خبریالانو په یو غونډه کې بمي چاودنې یو تن وژلی او پینځه یې ژوبل کړي دي.
دا چاودنه د مزار شریف د دویمې امنیتي حوزې اړوند د تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د یوې غونډې پر مهال شوې ده.
په بلخ کې د طالبانو د حکومت ځايي ویاند اصف وزیري رسنیو ته ویلي هلته د خبریالانو یوه غونډه روانه وه چې پکې د سیمې دیني عالمانو او ځایي مشرانو هم ګډون درلود.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې ذمه واري نه ده منلې.