د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني کلیسا کې په ډزو کې یوشمېر کسان وژل شوي دي


د جرمني پولیس د مارچ پر نهمه تر ډزو وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل او هغه یې کلابنده کړه.
د جرمني پولیس د مارچ پر نهمه تر ډزو وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل او هغه یې کلابنده کړه.

د جرمني پولیس وايي، د هامبورګ ښار په یوه کلیسا کې په ډزو کې یوشمېر کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي، "یو یا زیاتو نامعلومه" بریدګرو د مارچ پر نهمه شپې شاوخوا نهه بجې د ګروس بورسټل ولسوالۍ پر کلیسا ډزې وکړې.

پولیسو پر ټوېټر لیکلي دي چې په پېښه کې یوشمېر کسان "سخت ژوبل شوي" چې "د ځینو حالت مرګونی" دی.

پولیسو د ناورینونو د خبرداري لپاره د کارېدونکي اپلیکېشن له لارې خبر ورکړ چې په سیمه کې "سخت خطر" دی، خلک دې په کورونو کې پاتې شي او هغې سیمې ته دې له تګه ډډه وکړي.

پولیس زیاتوي، د کلیسا شاوخوا یې کلابنده کړې ده.

پولیسو په پېښه کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دی ښوولی خو د جرمني رسنیو ویلي دي چې په ډزو کې شپږ تنه وژل شوي دي. رسنیو زیاته کړې چې بریدګر تر ډزو وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

XS
SM
MD
LG