د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: لاهور قلندرز د اسلام ابايد يونايټيډ سره لوبه لري


د پېښور زلمي لوبډلمشر بابر اعظم جېسن رای ته مبارکي وايي
د پېښور زلمي لوبډلمشر بابر اعظم جېسن رای ته مبارکي وايي

د پاکستان سوپر ليګ (پی اېس اېل) ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو په سياليو کې اسلام اباد يونايټېډ او لاهور قلندر له يو بل سره لوبه کوي.

د مارچ پر نهمه په راولپېنډۍ کې دا سيالي د پېښور پر وخت اووه او د کابل پر شپږ نيمو پیلېږي.

د مارچ پر اتمه کوټې ګليډيېټرز، پېښور زلمي ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه. په راولپېنډۍ کې شوې دې لوبه کې لومړۍ پېښور زلمي بېټنګ وکړ او کوټه ګليډيټېټرز ته يې د ګټې لپاره د ۲۴۱ منډو هدف ورکړ.

کوټه ګليډيېټرز د دوو لوبغاړو په اوټ کېدو هدف پوره کړ چې پکې د جېسن رای ۱۴۵ رنزونو مهم رول ولوباوه. هغه نه يوازې تر ټولو تېزه سليزه (سنچرۍ) ووهله بلکې د پاکستان سوپر ليګ په تاریخ کې يې تر ټولو زیاتو منډو کولو ريکارډ هم جوړ کړ. رای هغه لومړی بهرنی لوبغاړی دی چې په پاکستان سوپر ليګ کې يې دوې سليزې (سنچریانې) وهلې دي.

XS
SM
MD
LG