د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش اوکراین ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د مارچ پر اتمه د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراینیو مشرانو پر دې ټینګار کوي چې سرتېري یې لا هم د بخموت ښار د دفاع لپاره هلته موجود دي.
بل پلو د روسيې پوځ هوډ ښودلی چې د اوکراین هغه ښار به ونیسي او په اوکراین کې به نور هم مخته لاړ شي.
د روسیې د دفاع وزیر سېرګې شویګو د مارچ پر اوومه له پوځي افسرانو سره په یوه ټېلېوېژني غونډه کې وویل چې بخموت ښار "له نیولو سره به وکولای شو چې د اوکراین د مسلح ځواکونو ژورو دفاعي لیکو خلاف لا نوره کاروايي وکړو."
تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي د مارچ پر شپږمه ناوخته په یوه ویډیویي وینا کې اشاره کړې وه چې "د دونېڅک سیمې ته د نورو عسکرو استولو په لټه کې دی."
نوموړي وویل چې د اوکراین پوځي قوماندانان په داسې حال کې له دې ستراتیژۍ سره متفق دي چې له هېواده بهر ورته ویل شوي چې اوکراین باید د خپلو سرتېرو تر محاصره کېدو مخکې له ښاره د هغوی پر ایستلو غور وکړي.
د اوکراین پوځ ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱،۶۰۰ روسي سرتېري وژلي دي. په جګړه کې اوکراین ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده.
خو په خپلواکه توګه د دواړو خواوو د مرګژوبلې او د جګړې په میدان کې د کېدونکو ادعاوو تصدیق ګران دی.