د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په ۲۰ اووره کرکټ سیاليو کې به نن (مارچ اوومه) پېښور زلمۍ او لاهور قلندرسیالي سره کوي.
بله لوبه به د اسلام اباد يونايېټډ او ملتان سلطانز ترمینځ کېږي. تر دې له مخه، د مارچ پر شپږمه کوټه ګليډیېټرز ، کراچۍ کېنګز ته په ۴ وکټونو ماتې ورکړه.
د راولپېنډۍ په کرکټ سټیډیم کې کراچي کېنګز لومړۍ بیټنګ وکړ او د ګټلو لپاره یې د ۱۶۵ رنزونو هدف ورکړ چې کوټه ګلیډیېټرز د شپږو وکټونو په تاوان په اخري اوور کې پوره کړ.
د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.
د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.