د بنګلادېش کرکټ لوبډلې انګلینډ (انګلستان) ته په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې ماتې ورکړه خو پر دې سربېره یې لوبلړۍ وبایلله.
د مارچ پر شپږمه د بنګلادېش په چټوګرام کې لومړی بیټېنګ کوربه لوبډلې وکړ او انګلستان ته یې د ۲۴۷ منډو هدف وټاکه. د بنګلادېش شکېب الحسن ۷۵ او مشفق الرحیم ۷۰ منډې جوړې کړې.
د انګلینډ لوبډلې جوفرا ارچر درې او عادل رشید او سام کرن دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
انګلستانۍ لوبډله په ۴۴م اوور کې په ۱۹۶ منډو وسوځېده او سیالي یې په ۵۰ منډو وبایلله. د بنګلادېش شکېب الحسن ۴ او عبادت حسن او تجاول اسلام دوه، دوه وېکټې واخیستې.
پر دې بریا سربېره بنګلادېش د ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ وبایلله ځکه چې تر دې مخکې دواړه سیالۍ انګلینډ ګټلې وې.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ د مارچ پر نهمه پیل شي.