د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د روسیو ځواکونو بريدونه دوه چنده زیات شوي


روسيې د مارچ پر لومړۍ نېټه شپې مهال د اوکراین زپورېژیا ښار مرکز کې يوه ودانۍ په نښه کړې ده.
روسيې د مارچ پر لومړۍ نېټه شپې مهال د اوکراین زپورېژیا ښار مرکز کې يوه ودانۍ په نښه کړې ده.

کییف د مارچ پر دويمه نېټه ويلي چې روسیې په ختيځ دونېڅک کې د اوکراین پر ځواکونو د فشار په خاطر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر بخموت سيمه بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په عین وخت کې سیمه ییز چارواکو ويلي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه شپې مهال په جنوبي ښار زپورېژیا کې په بمبارۍ کې لږترلږه درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

اوکراینی پوځ وايي، د روسیې بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه چنده زیات شوي او پوځي چارواکو په مشرقي او شمال ختیزه برخه کې د ۱۷۰ حملو راپور ورکړی دی. پوځ وايي، د روسیې حملې یې په شا تمبولي دي.

اوکرایني پوځ ويلي"دښمن د بخموت پر لوري پرمختګ ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې پر هغه ښار برید وکړي."

په زپورېژیاکې پر رهایشي ودانۍ د روسیې په بمبارۍ کې درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور له ملبې څخه ایستل شوي او ژغورل شوي دي.

پوځ زیاتوي چې پر خېرسون ښار، چې د روسيې ځواکونه ورڅخه د نومبر په میاشت کې وتلي ول، باندې هم بمباري شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG