د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې چاودنې لږترلږه ۹ پولیس سرتيرې وژلي دي


پوليس وايي چې موټرسايکل د پولیسو له لارۍ سره وجنګېد او چاودنه وشوه.
پوليس وايي چې موټرسايکل د پولیسو له لارۍ سره وجنګېد او چاودنه وشوه.

چارواکي وايي چې د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې په يوه حمله کې د پوليسو لږ تر لږه ۹ سرتيرې وژل شوي او ۹ ټپيان دي.

د سيوۍ مرستيال کمېشنر علي شاه عباسي د دې ښار په سېول روغتون کې خبریالانو ته وويل چې د پوليس کانسټېبلرۍ سرتيرې د مارچ پر شپږمه نېټه له سيوۍ څخه کوټې ته په لاره ول چې ورباندې چاودنه وشوه. نوموړي زیاته کړه چې په حمله کې ۹ پوليس وال وژل شوي دي.

د سيوۍ د پوليسو مشر يوسف کريم بنګر په بیان کې ويلي چې دا يو ځانمرګۍ بريد دی چې د سيوۍ له بای پاس سره شوی دی. هغه زیاته کړې چې له بارودو بار موټرسايکل د پولیسو له لارۍ سره جنګېدلی چې په نتیجه کې يې چاودنه وشوه او پکې نهه پوليس سرتيرې وژل شوي او اته سخت ټپیان شوي دي. البته پوليسو چې د زخميانو کوم فهرست خپور کړی دی په هغه کې د ۹ ټپیانو نومونه ليکل شوي دي.

بیان زیاتوي چې دغه سرتيرې له سیوۍ مېلې څخه کوټې ته روان ول او د چاودنې پر مهال ۲۲ پوليس وال په لارۍ کې سپاره ول.

د پوليسو په وينا، په وژل شويو کې زیاتره هغه سرتيرې دي چې د سيوۍ مېلې امنیت يې ساتلی.
د پوليسو په وينا، په وژل شويو کې زیاتره هغه سرتيرې دي چې د سيوۍ مېلې امنیت يې ساتلی.

علي شاه عباسي ويلي چې په وژل شويو کې زیاتره هغه پوليس سرتيرې دي چې د سيوۍ مېلې د امنیت د ټيګښت لپاره تللي ول. دا درې ورځنۍ مېله د مارچ پر څلورمه پای ته رسېدلې وه.

د بلوچستان اعلا وزیر مير عبدالقدوس بزنجو د مارچ پر شپږمه نېټه بیان کې پېښه غندلې ده او ويلي دي چې مشکوکه "ترهګر" د دغسې کړنو له لارې صوبه ناامنه کول غواړي.

دا په بلوچستان کې په دې وروستيو کې يوه تر ټولو لویه پېښه بلل کېږي. تر دې وړاندې د مارچ پر څلورمه نېټه په ګوادر ښار کې پر امنیتي سرتيرو هم بريد شوی وو چې پکې يو عسکر وژل شوی او اته نور زخميان ول.

د دواړو پېښو ذمه واري لا هيچا نه ده منلې. په بلوچستان کې پخوا د دغسې پېښو ذمه واریانې یا خو ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان یا بیا بلوڅ بېلتونپالو ډلو منلې دي.

XS
SM
MD
LG