د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینیان پر بخموت د روسیې بریدونو زیاتېدو له وجې ښار پرېږدي


د اوکراین یو پوځي په بخموت کې د جګړې تیاري پر مهال - د مارچ درېیمې انځور.
د اوکراین یو پوځي په بخموت کې د جګړې تیاري پر مهال - د مارچ درېیمې انځور.

رپورټونه وايي چې د اوکراين د بخموت اوسېدونکي په داسې حال کې له هغه ښاره وځي‌ چې روسيو ځواکونو د وتلو پر پاتې لارو او شاوخوا سيمو بریدونه کړي دي.

د اوکراين چارواکو د مارچ پر څلورمه وويل چې اوکرايني مدافعینو د روسيو ځواکونو د بریدونو په شا تمبولو ته دوام ورکړی دی خو "حالات ترينګلي" دي.

اوکرایني پوځ په بيان کې ويلي چې د دونېڅک سیمې په شاخترسک، افدیېفکا، لېمن او بخموت کې یې تېره ورځ د روسي پوځيانو ۱۵۰ بریدونه په شا تمبولي دي.

د روسیې دفاع وزارت د مارچ پر څلورمه وويل چې د دفاع وزير سېرګې شويګو د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG