د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې او امریکې بهرنیو چارو وزیران له یو کلن ځنډ وروسته سره مخامخ شول


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف او د هغه د امریکايي سیال اېنتني بلېنکن د جي ۲۰ غونډې پر مهال لنډ ملاقات کړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف او د هغه د امریکايي سیال اېنتني بلېنکن د جي ۲۰ غونډې پر مهال لنډ ملاقات کړی.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون(د مارچ په دویمه) د څه باندې یو کال په موده کې په لومړي ځل له یو بل سره لنډ ملاقات وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د هند په مرکز نوي ډیلي کې د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي ۲۰) د چارواکو پر غونډه پر اوکراین د روسیې یو کلن یرغل سیوری غوړېدلی دی.

د غونډې پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف او د هغه د امریکايي سیال اېنتني بلېنکن ملاقات یوازې ۱۰ دقیقې دوام وکړ.

امریکايي چارواکو، چې نومونه یې نه دي ښوول شوي، ویلي چې بلېنکن پر لاوروف ټینګار وکړ چې روسیه دې بیا د نیو سټارټ په نوم هغې موافقې ته ستنه کړي چې موخه یې د اټومي او ستراتیژیکو وسلو شمېر کمول دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان کال د فبرورۍ پر ۲۱مه له امریکا سره د هغې موافقې ځنډولو اعلان وکړ.

امریکايي چارواکي وايي چې بلېنکن خپل روسي سیال ته دا هم وویل چې واشنګټن تیار دی چې تر کومې پورې اړتیا وي د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي چې هغه هېواد خپله دفاع وکړای شي.

داسې انګېرل کېږي چې دا د دواړو لوړپوړو ډېپلوماټانو ترمینځ د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له حملې راهیسې لومړی مخامخ ملاقات وو. روسیې لا د ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG