د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد یو عدالت د پوځ پخوانی جنرال امجد شعېب د ریاستي ادارو پرضد د حکومتي کارکوونکو د لمسولو او پارولو له تورونو سپین ګرځولی دی.
د نوموړي وکیل میا علي اشفاق د مارچ پر دویمه رسنیو ته وویل، د اسلام اباد ضلعي عدالت شعېب بري کړ.
د اسلام اباد هغه عدالت د نوموړی د فبرورۍ پر ۲۷مه تر ګرفتارۍ وروسته د پلټنو په موخه د درو ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی وو.
د شعېب پر ضد د اسلام اباد په رمنا تاڼه کې د ریاست پرضد د بغاوت او د خلکو پارولو په تورونو مقدمه دایر شوې وه.
د اسلام اباد ضلعي عدالت قاضي طاهر عباس د مارچ پر دویمه پولیسو ته د شعېب د سپارلو د درخواست اورېدنه وکړه. پر هغه مهال د نوموړي وکیل اشفاق عدالت ته وویل، د شعېب خلاف هېڅ حکومتي کارکوونکي د رپورټ دایرولو غوښتنلیک نه دی کړی نو ځکه یې پرضد مقدمه جوړول ناسم عمل دی.
عدالت تر اورېدنې وروسته په پرېکړه کې وویل چې امجد شعېب یو "وطنپال" او د هېواد "معتبر وګړی" دی.
د شعېب پر ضد په تاڼه کې په دایر شوي رپورټ کې پر هغه تور پورې شوی چې هغه د پاکستان بول ټېلېوېژن په يوه خپرونه کې داسې څرګندونې کړې چې د سرکاري ملازمينو او اپوزیشن ترمینځ "کرکه" خپروي.
پخوانی جنرال امجد شعېب د سیاسي او دفاعي چارو د شنونکي په توګه اکثر د پاکستان په ټېلېوېژني خپرونو کې ګډون کوي.