د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي


بلېنکن په استانه کې د مرکزي اسیا د هېوادونو تر سرمشریزې وروسته تاشقند ته ولاړ - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.
بلېنکن په استانه کې د مرکزي اسیا د هېوادونو تر سرمشریزې وروسته تاشقند ته ولاړ - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر بختیار سیدوف سره پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.

دواړو چارواکو د مارچ پر لومړۍ نېټه تر هغې وروسته په تاشقند کې ملاقات وکړ چې بلېنکن د قازقستان په پلازمېنه استانه کې د مرکزي اسیا او د امریکا د پینځه جمع یو (۵+۱) په نوم د ټولنې په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

په هغه سرمشریزه کې د قازقستان، قیرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون وکړ.

بلېنکن تر تاشقند وروسته د نوي دلي په سفر دی. نوموړی هلته د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي -۲۰) په غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په هند کې د کېدونکې غونډې پر مهال د چین او روسیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره د جلا، جلا غونډو هېڅ پلان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل او په وروستیو کې د امریکا په فضايي حریم کې د چین د "جاسوسې پوکڼۍ یا بالون" پېښې پر سر له مسکو او بیجنګ سره د واشنګټن تعلقات ترینګلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG