د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن د پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز ترمینځ سیالي کېږي


پېښور زلمي تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۴مه کراچۍ کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
پېښور زلمي تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۴مه کراچۍ کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو سياليو کې د پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د راولپېنډۍ په کرکټ لوبغالي کې د مارچ لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۷مه په لاهور کې کوربه لاهور قلندرز لوبدلې اسلام اباد یونایټېډ ته په ۱۱۰ منډو ماتې ورکړې.

ټاکل شوې چې د مارچ پر دویمه لاهور قلندرز او کوټه ګلیډیېټرز د لاهور په قذافي لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي.

د پي اېس اېل په اتم پړاو کې تر اوسه په شویو سیالیو کې لومړی مقام د لاهور قلندر لوبډلې دی چې اته شمېرې یا پواینټونه یې ترلاسه کړي دي. تر دې وروسته د ملتان سلطانز لوبډله هم اته پواینټه لري خو د هغې ټول رن رېټ یا د منډو کچ له لاهور قلندرزه کم دی نو ځکه یې دویم مقام خپل کړی دی.

اسلام اباد یونایټېډ په شپږو پواینټونو درېیم ځای لري، کراچۍ کېنګز پر څلورم، پېښور زلمي پر پینځم او کوټه ګلیډیېټرز پر شپږم مقام دي.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG