د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې برتانيا ته په يوه رنز ماتې ورکړې


دا د نيوزيلېنډ او برتانیا کرکټ ټيمونه د ۲۰۱۹ز کال انځور دی.
دا د نيوزيلېنډ او برتانیا کرکټ ټيمونه د ۲۰۱۹ز کال انځور دی.

نیوزیلېنډ په دویمه ټیسټ لوبه کې برتانيا د لوبې په پینځمه ورځ په یوه رنز ماتې ورکولو سره لوبلړۍ په یوه-یوه برابره کړه.

د دې سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې برتانيا ۴۳۵ رنزونه جوړ کړي ول چې نیوزیلېنډ یې په ځواب کې ۲۰۵ منډې وکړې.د نیوزیلېنډ لوبډله د برتانيا له لومړۍ پاڼۍ څخه له ۲۰۰ منډو زیات قرضدار پاتې شول، نو برتانیا د فالوان له قانون ګټه واخیسته او دوی ته یې بیا د بيټېنګ بلنه ورکړه.

نیوزیلېنډ په دویمه پاڼۍ کې ښه بیټېنګ وکړ او ۴۸۳ رنزونه جوړ کړل. د دوی لپاره پخواني کپتان کین ویلیمسن ښه لوبه وکړه او ۱۳۲ رنزونه يې جوړ کړل.

برتانيا ته چې په وروستۍ ورځ د ۲۵۸ منډو هدف ورکړل شوی و، تر ۲۵۶ منډو یې ۹ لوبغاړي سوځېدلي وو او وروستي لوبغاړي یې جیمز انډرسن هغه وخت اوټ شو چې نیل واګنر ورته په پیډونو یا پښو کې بال وغورځاوه او هغه د فاین لیګ پر لور د بال وهلو هڅه وکړه چې وکټ کيپر يې بال کیچ کړ او په دې سره دا ټیسټ لوبه په یوه رنز د نیوزیلینډ وګټله. ویلیمسن د دې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې لوبه کې ځوان برتانوي لوبغاړي هري بروک په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۴ منډې کړې وې خو په دویمه پاڼۍ کې په صفر وسوځید. او همدارنګه جو روټ بیا ۱۵۳ منډې کړې وې. د بالرانو له ډلې یوازې برتانوي جک لیچ په دویمه پاڼۍ کې ۵ ویکټې واخیستې. د دې لړۍلومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG