د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سوپر ليګ: لاهور قلندرز لوبډلې لاهور یونايټېډ ته ماتې ورکړې


د لاهور قلندرز لوبغاړی سېم بلينګز د فبرورۍ ۲۶مې انځور.
د لاهور قلندرز لوبغاړی سېم بلينګز د فبرورۍ ۲۶مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو سياليو کې پرون (فبرورۍ ۲۷ مه) لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټېډ ته په ۱۱۰ رنزونو ماتې ورکړه.

په لاهور کې شوې دغه سیالۍ کې لاهور قلندرز اول بېټنګ وکړ چې پکې یې د اوو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۰۰ رنزونه وکړل. په ځواب کې یې اسلام اباد یونایټېډ په ۱۳.۵ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۹۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

د پي اېس اېل د سیالیو بله لوبه به د مارچ پر لومړۍ نېټه د پېښور زلمي او کراچي کېنګز ترمينځ کېږي.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG