د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين پوځ وايي روسيې ختيځ اوکراين ته نور سرتېري لېږدولي


په اوکراين کې روس پلوه جنګيالي له ورانو شويو ودانیو سره ټانک تېروي. پخوانۍ انځور
په اوکراين کې روس پلوه جنګيالي له ورانو شويو ودانیو سره ټانک تېروي. پخوانۍ انځور

د اوکراین د پوځ مشرتابه د فبرورۍ ۲۷مه ويلي، روسيې د دې هېواد په ختیځ کې د نويو بريدونو لپاره د خپلو نورو ځواکونو ځای پر ځای کولو چارو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ او شمال ختیځ کې اوکرایني او روسي ځواکونه په سخته جګړه بوخت دي.

د اوکراین د پوځ مشرتابه د فبرورۍ پر ۲۷مه په خپلې ورځنۍ خبري غونډه کې وويل، د دوی معلومات ښيي چې نيول شوې لوهانسک سیمې ته له روسټوف سیمې څخه په موقتي توګه نوي ګمارل شوي ۲۰۰ روسي عسکر استول شوي دي.

د اوکراین پوځ زياته کړې، روسيې هوايي بریدونو ته هم دوام ورکړی چې ورڅخه د پوځ په وينا، ۱۲ د ایرانيو ډرون الوتکو او له ۵۵ زیات نور د راکټ ویشتونکي نظام په وسيله وشول.

له دې وړاندې هم د فبرورۍ پر ۲۷مه د اوکراین د غربي برخې چارواکو وویل چې په روسي بریدونو کې د ژغورنې د يوې اوکراينۍ عملیاتي ډلې دوه کارکوونکي ووژل شول. د اوکرايني چارواکو په خبره، پرون په ټول اوکراین کې تر یو ساعت پورې د روسي بریدونو د احتمال له امله خبرداري ورکول کېده.

XS
SM
MD
LG